اسلام آباد 09 اپریل (اے پی پی) سېنېټ مقبوضه کشمیر كښې په بې ګناہ کشمیریانو د هندي ظلم او ری??ستی جبر په ضد قرارداد په اتفاق سره منظور كړې۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د مخالفې ډلې مشرې سناتورې شیری رحمان قرارداد وړاندې كړو۔ قرارداد كښې وئيلې شوې دا ایوان مقبوضه کشمیر كښې د هندي ری??ستی جبر غندنه كوي چې په نتيجه كښې ئې د هندي عسكرو او پوليس د لاسه ګڼ كسان مړھ او ژوبل شوې۔ دا ایوان د شهیدو شوو كسانو كورنيو سره غمرازي كوي او د کشمیريانو سره د يووالې څركندونه كوي دغسې ايوان د ری??ستی ترهه ګرۍ په ضد د كشميريانو د آزادۍ لپاره هلو ځلو او خپلواكۍ له د يووالې څرګندونه كوي۔ قرارداد كښې وئيلي شوي د څو لسيزو راهسې د کشمیر اولس د هندي عسكرو د ری??ستی جبر سره مخ دے او په دې مهال ګڼ كشميريان شهيدان شوې دغسې ځينې ژوبل شوې هم دي او وګړي په ذهنی توګه معذور کړې شوې ۔ قرارداد كښې وئيلې شوي په مقبوضه کشمیر كښې د طاقت بې دریغه استعمال د بنیادی بشري حقونو خلاف ورزی ده۔هند خبرو اترو ته كېښنولو او د کشمیر مسئلې امناكه حل لټولو له فشار اچولو سره تاؤ ترېښوالې ختميدې شي۔ ایوان کشمیریانو له باور وركوي چې پاکستان به هر ډول اخلاقی، سیاسی او سفارتی مرسته روانه ساتي۔ دا ايوان پھ اسلامی نړۍ ، او آئی سی، ملګرو مل??ون?? او د بشري حقونو په تنظیمونو او نورو ادارو زور راوړي چې هند د اړخه د ملګرو مل??ون?? د چارټر او د ملګرو مل??ون?? د قراردادونو د خلاف ورزیو غندنه وكړي او حکومت ته سفارش کوي چې په ټو?? نړيوال فورمز د کشمیر مسئله پورته كولو له يو خاص استازې غوره كړي۔ ایوان په حکومت زور راوړي چې د کشمیر مسئلې لپاره د ملګرو مل??ون?? د اړخه خاص استازې غوره كولو له هم ټول ضروری اقدامات وكړي۔
سېنېټ مقبوضه کشمیر كښې په بې ګناہ کشمیریانو د هندي ظلم او ریاستی جبر په ضد قرارداد منظور كړو
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن