اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته آسانۍ وركولو ته حكومت پام لرنه كوي ٬په اپوسټل كنونشن كښې د ګدون څخه به بهر مېشته پاكستانيانو ته آسانۍ ترلاسه شي٬اوس به د پاكستان تصديق شوي دستاويزات د 100 څخه زياتو هېوادونو كښې د قبلولو وړ وي۔د جمعې په ورځ په خپل يوټوېټ كښې وزيراعظم ووئيل په اپوسټل كنونشن كښې د پاكستان شموليت سره به بهر سفر كوونكي او هلته مېشته پاكستانيان ډېرې اسانۍ ولري. خپلو وګړو ته اسانۍ وركولو ته حكومت پام لرنه كوي ، اوس به په پاكستان كښې تصديق شوي دستاوېزات د 100 نه په زياتو هېوادونو كښې د قبلولو وړ وي او زمونږ وګړي به د واده سرټيفيكېټ ، ډګرې او نور دستاوېزات په پاكستان كښې د خارجه وزارت مجاز افسرانو نه تصديق كولې شي او دا به د نور تصديق نه غېر په نړيواله كچه قبولولې شي
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار