اسلام آباد۔26اکتوبر(اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان سعودي عربستان ته له خپلې رسمي دورې روسته نن د نهې په ورځ سهار اسلام اباد ته راورسېد۔ هغه د سعودي ولی عهد محمد بن سلمان په بلنه سعودي عربستان ته په درې ورځنۍ دوره تللې وو۔ د خپلې دورې په پايې کښې د سعودي د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عادل بن احمد الجبیر وزيراعظم ته په مخه ښه وي۔ وزيراعظم سره په دې موقعه خارجه وزير شاه محمود قريشي، د توان وفاقي وزير حماد اظهر، د خزانې صلاحكار شوكت ترين او د وزيراعظم خاص مرستيال ملك امين اسلم هم ملګرتيا كوله۔ وزيراعظم د مډل ايسټ ګرين انېشي اېټيو په سرمشريزې غونډه كښې ګډون وكړو او غونډې ته ئې خطاب هم وكړو۔ هغه د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره هم ملاقات وكړو۔ د خپلې دوري په مهال وزيراعظم د سعودي عرب پاكستان سرمايه كارۍ فورم ته خطاب وكړو۔ وزيراعظم سره د خپل پلاوي روضه رسول ته حاضر شو او په مسجد نبوي كښې ئې نوافل وكړل۔ وزيراعظم د خپلې دورې په مهال د عمرې درناوې هم ترلاسه كړو كومه كښې چې هغه د هېواد سلامتيا او سوكالۍ له خصوصي دعاګانې هم وكړې۔
وزیر اعظم عمران خان سعودي عربستان ته له خپلې رسمي دورې وروسته اسلام اباد ته راورسېد
مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون