اسلام آباد 13 مارچ (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي بايد اسلامي هېوادونه د ??ري??و اختلافاتو څخه ځان ساتلو سره سره پرمختګ او استحكام لپاره په ګډه كار وكړي ۔ده دا خبره د ګل په ورځ ايوان صدر كښې د يمن دوهم وزيراعظم او خارجه وزير عبدالمالك عبدالجليل المخلافي سره ملاقات په مهال كړی۔ملاقات كښې د پاكستان خارجه وزارت لنډ مهاله سېكتر م??مد وحيد الحسن او د يمن سفير م??مد مو طاهر الشعبي سره اعلٰی چارواكو ګډون كولو۔اولس مشر ووئيل د جنګ له امله يمن ته ډېر زيان رسېدلې ٬ده هيله څرګنده كړه چې وضعه به ډېره زر ښه شي۔اولس مشر ووئيل پاكستان د يمن پرمختګ او استحكام كښې خپله برخه اچول غواړي او خوښي لري چې په يمن كښې زر تر زره امن راشي او هلته وګړي د جنګ څخه خلاص شي ۔ده ووئيل پاكستان د يمن اولس مشر منصور هادي د امن هلوو حلو ته د قدر په سترګه ګوري او منصور هادي د يمن جائز حكمران ګڼي او هغه ته به د پاكستان ملاتړ ترلاسه وي او په سيمه كښې امن او پرمختګ لپاره به پاكستان د يمن ملګرتيا كوي۔په دې موقع اولس مشر د جنګ په مهال د پاكستانيانو راستنېدو لپاره د يمن حكومت هڅې وستائېلې۔ده هيله څرګنده كړه چې د يمن حكومت به د پاكستانيانو راستنېدو له خپل كردار ترسره كوي۔اولس مشر ووئيل پاكستان د يمن جنګ ځپليو بحالۍ له مرسته اعلان كړی او دا مرسته به د يمن حكومت د خوښې ترمخه زر تر زره وكړی شي۔اولس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكې په ??ري?? باور او مرسته اډانه دي۔د دې اړيكو لا مستحكمولو ته اړتيا ده۔په دې موقع د يمن دوهم وزيراعظم او خارجه وزير عبدالمالك عبدالجليل المخلافي د اولس مشر سره په خپلو خبرو كښې ووئيل يمن د پكستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او زمونږ حكومت به په يمن كښې د پاكستانيانو كارمندانو هركلے كوي۔
بايد اسلامي هېوادونه د اختلافاتو څخه ځان ساتلو سره سره پرمختګ او استحكام لپاره په ګډه كار وكړي
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی