اسلام آباد 21 جون (اے پي پي) د اوسنو بارانونو له امله خېبر پښتونحوا ،ګليات، كشمير او ګلګت بلتستان غرئيزه سيمو كښې د لينډ سلائيډنګ دغسې خېبر پښتونحوا ، پنجاب، كشمير، ګلګت بلتستان او شمالي بلوچستان په ميداني سيمو كښې په خوړونو او سيندونو كښې د سيلاب اندېښنه ده۔د موسميات محكمې له مخې پېښور ، مردان، نوښار ، اسلام آباد، پينډۍ ، سرګودها، فيصل آباد، ګوجرانواله او لاهور د اوبو لاندې سيمو كښې او په خېبر پښتونحوا ، پنجاب، كشمير او ګلګت بلتستان كښې كمزور انفراسټركچر ته د زيان رسيدو اندېښنه ده۔ (نن) د شورو په ورځ خېبرپښتونخوا،بره/ ميينځني پنجاب ،اسلام آباد، ګلګت بلتستان او كشمير كښې د باران امكان دے دغسې د هېواد په نورو برخو كښې به موسم ګرم او خشك وي۔د تيرو 24 ساعتو په مهال پنجاب، خېبرپښتونخوا، كشمير، ګلګت بلتستان او ژوب كښې باران شوے۔تر ټولو زيات باران ډي جي خان كښې 67، پيندۍ كښې ( شمس آباد 60،چكلاله 34)، اسلام آباد( زيروپوائنټ كښې 58،سيد پور كښې 54،ګولړه كښې 43،بوكره كښې 20، هوائي ميدان كښې 15)،جھنګ كښې 51، بھكر كښې 50، لاهور (چوك ناخدا 40، واسا آفس، لكشمي چوك كښې 26، ګلشن راوي كښې 25، تاج پوره، فرخ آباد، سټي كښې 25، اپر مال، جيل روډ كښې 22، نشتر ټاؤن، پاني والا تالاب كښې 20، مغلپوره كښې 19، سمن آباد كښې 18، اقبال ټاؤن كښې 16، جوهر ټاؤن او هوائي ميدان كښې 16)، مري 39،ملتان (سټي 36، هوائي ميدان 17)، اوكاړه، جهلم 30، قصور 28، خان پور 23، ګجرات 19، اټك 18،بهاولپور(هوائي ميدان، سټي 17)، ټوبه ټيك سنګھ 16، خانيوال ، منګله ،ساهيوال 15، سيالكوټ (هوائي ميدان 13، سټي 10) ، نارووال 12، ګوجرانواله 10، كوټ ادو 06، ليه 05، نور پور تھل، فيصل آباد 04، جوهر آباد، چكوال 03، سرګودها ،حافظ آباد 02، خېبرپښتونخوا: ډي آئي خان (سټي 64، هوائي ميدان 26)، كاكول 40، دير كوز كښې 22، بره 14)، تخت بائي ، چراټ 18، مالم جبه 13، بالاكوټ 11، پاراچنار 10،كالام، پټن،سيدو شريف 09، سيدو شريف 07، پېښور ( سټي 05،هوائي ميدان 03)، باچا خان (هوائي ميدان 04) ،ميركھاني 03، كشمير: راولاكوټ 45 ، مظفرآباد ( هوائي ميدان 32،سټي 26)، كوټلي 28،ګړھي دوپټه 23، بلوچستان: باركھان 28، ژوب 20، ګلګت بلتستان: بابوسر07،ګوپس05، دروش، استور 04، هنزه ،ګلګت 02 او بګروټ كښې يو ملي ميټر باران شوے دے۔
اوسنو بارانونو سره په غرئيزه سيمو كښې د لينډ سلائيډنګ ،ميداني سيمو كښې په خوړونو او سيندونو كښې د سيلاب اندېښنه ده ۔ د موسميات محكمه
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا ٹکٹ