اسلام آباد۔9جولائی(اے پی پی) د هوائي چلند وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستاني وګړي د هېواد قيمتي اثاثه ده۔ حکومت د اختر په موقعه بهر څخه راستنېدونكو پاكستاني وګړو ته د كورونا وائس صورتحال د لاسه د پېښو ستونزو ازالې له مؤثر انتظامات کوي۔ د وزیراعظم په هدايت فلائټ آپرېشن د 60 نه تر 70 زياتولې شي دغسې چې بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستاني وګړي خپلو مينه والو سره اختر ولمانځلې شي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې بېلو هېوادونو كښې د ايسار كړې شويو پاكستاني وګړو حوالې سره ايوان كښې پورته كړی شوې د اعتراض په نكته د هوائي چلند وفاقي وزير ووئيل سمندر پورې پاكستاني وګړي زمونږ قيمتي اثاثه ده۔ هغوي د هېواد معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري۔ د دوئي مجموعي شمېره 7.5 ملینه ده۔ زمونږ برآمدات 24 اربه ډالره نه زيات دي او د روان كال په مهال ترسيلات زر كښې ريكارډ زياتوالې شوې دې۔ نړيوال پروازونه 20 فيصده كړې شوي۔ زمونږ په خواست اېن سي او سي اروپا ٬ يو كے ٬ چين ٬ ملائيشيا او كاناډا لپاره فلائټ آپرېشنز 40 فيصده كړې۔ دا 60 نه تر 70 فيصده كول غواړؤ دغسې چې بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستاني وګړي خپلو مينه والو سره اختر ولمانځلې شي۔ هغه ووئيل د مډل ايسټ پاكستاني وګړو له 7 جولائي نه خصوصي ګامونه پورته كړې شوي دي۔ تر دې دمه د پي آئي اے 290 پروازونو د لارې 54116 پاکستاني وګړي هېواد ته رارسېدلې دي۔ اروپا او يو كے كښې زمونږ په پروازوننو بندېز دے۔ دغسې لندن ٬ مانچسټر او پېرس څخه د خصوصي چارټرډ پروازونو د لارې به پاكستاني وګړي هېواد ته رارسولې شي۔ هغه زياته كړه چې د نورو پاكستاني وګړو هېواد ته رارسولو له هم ټول ممكنه ګامونه پورته كولې شي۔(
حکومت راستنېدونكو پاكستاني وګړو ته د پېښو ستونزو ازالې له مؤثر انتظامات کوي ، وفاقي وزير غلام سرور خان
مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ