اسلام آباد18جون (اے پي پي) د توان وفاقي وزير حماد اظهر وئيلي دي په 6 كالو كښې د زرمبادله پانګې د 9اربه ډالرو نه زياتېدو سره 16 اربه ډالره ته رسېدلې دي٬ سږ كال به حكومت 3.50 اربه ډالره قرض اخلي كوم به چې د تاريخ د ټولو نه كم وي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د بجټ په تقرير كښې د پورته كړې شوې نكاتو په ځواب كښې حماد اظهر ووئيل د قرض بېرته وركولو شرح هم ډېره زياته ده٬ د حكومت د اقداماتو په نتيجه كښې شرح نمو دا مهال نزدې 4 فيصده ده۔ د دې وباء په مهال وزيراعظم عمران خان ووئيل مونږ به نه يوازې خلق بچ كوٶ بلكې روزګار به هم بچ كوٶ ٬ د وزيراعظم په دې پالېسۍ ډېر تنقيد هم شوے خو اوس د امريكې نه تر برتانيه زمونږ د لائحې ډاډګيرنه كېږي۔ ده ووئيل د كرونا په مهال حكومت د لوي امدادي پېكج اعلان وكړو٬ هغه ووئيل د ګاونډي هېواد په مقابله كښې د پاكستان وضعه ډېره په زړه پورې ده۔ زمونږ د شرح نمو سفر جاري دے٬ سږ كال به د دې بشپړه او كوټلې شرح نمو په بنياد مخ په وړاندې تګ كوٶ۔ ده ووئيل زمونږ صنعتونه 12.9 فيصده شرحې سره ترقي كوي٬ آټو، سيمنټ، يوريا، ټيکسټائل او سپيننګ پرمختګ كوي٬ په كركيله كښې هم د چا نه وروستو نه يو٬ سږ كال د پومبي نه علاوه د ټولو فصلونو ښه پېداوار شوې دې٬ او كروندګرو ته هم ښه بيعه ترلاسه كېږي٬ د ګني د کرشنګ سيزن كښې د من بيعه د 130 نه زياتولو سره 300 ته رسولې شوې ده
6 كاله كښې د زرمبادله پانګې د 9اربه ډالرو نه زياتېدو سره 16 اربه ډالره ته رسېدلې دي٬ سږ كال به حكومت 3.50 اربه ډالره قرض اخلي كوم به چې د تاريخ د ټولو نه ټيټه كچه وي۔ د توان وفاقي وزير حماد اظهر په بجټ كښې تقرير كښې د پورته كړې شوې نكاتو ځواب
مضمون کا ماخذ : گولڈ رش