اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې زمونږ د حكومت نوې افغان وېزه پاليسي د ضرورت په وخت د خپلو افغان وروڼو او خوئېندو مرستې لپاره زمونږ د هڅو يوه برخه ده. د اتوار په ورځ په خپل يو ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل چې د ټرانزټ وېزې منظورې سره به د افغانانو وړاندې سفر لپاره د كاغذي كارروائې په ترسره كېدو كښې مرسته وشي. وزيراعظم نړيوالې ټولنې ته ووئيل چې بايد دوي هم د افغان اولس مرسته وكړي.
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری انعامات