اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) پاکستان د هند لخوا د ذمه وار رياست نړيوالو اصولو ښكاره خلاف وزرۍ او په رياستي سرپرستۍ كښې په لويه كچه د څارنې او جاسوسۍ كارروائيو غندنه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري د هند لخوا د خبريالانو، قاضيانو، سفيرانو، سرکاري چارواكو، د بشري حقونو د كاركنانو او د وزيراعظم پشمول د نړيوالو مشرانو فون او كمپيوټرز هېك كولو لپاره د اسرائيل سپائي وېئر ’پيګاسس‘ استعمالولو پحقله د ميډيا د پوښتنو په ځواب كښې ووئيل مونږ د اسرائيلي سپائي وېئر پيګا سس د استعمال او جاسوسۍ پحقله د نړيوالې ميديا رپورټ كتلے دے، د وزيراعظم عمران خان، وګړو او د غېر ملكيانو جاسوسي د اندېښنې وړ ده۔ وياند ووئيل په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ ته دوام وركول او د پاكستان په ضد ناسم اطلاعات خپرولو لپاره د اختلافي آوازونو جاسوسي د آر اېس اېس ٬ بي جے پي حكومت پخوانۍ طريقه ده۔ وياند ووئيل د هند پحقله د ټولو انکشافاتو نزدې پېروي كوٶ او د هند ظلم زياتي ته به د مناسب نړيوال پلېټ فارمز پام راګرځوٶ۔ وياند ووئيل نړۍ تش په نوم د هند د “جمهوريت” د اصلي څېرې نه واقف ده٬ د هند جمهوريت اصليت په انډين کرانيکل، د اروپائي ائتلاف ډس انفوليب دے۔ وياند زاهد حفيظ چوهدري ملګرو ملتونو او اړوند نړيوالو ادارو څخه مطالبه وكړه چې ھغوي د دې معاملې بشپړه تحقيقات وكړي٬ حقائق دې منظر عام ته راوړلې شي او د هندي تورونو دې احتساب وكړې شي۔
پاکستان د هند لخوا د ذمه وار رياست نړيوالو اصولو ښكاره خلاف وزرۍ غندنه كړی
مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔