اسلام آباد۔26جنوری(اے پی پی)د نشائي توكو مخنيوي وفاقي وزير برېګیډیئر (ر) اعجاز احمد شاہ وئيلي دي د نشائي توكو د قاچاق مخنيوي سره به د نشائي توكو ناوړه اغېز سره سره په جرمونو كښې هم ښكاره كمے رامخې ته شي۔ كوم هېواد په يوازې نشائي توكي ختمولې نه شي ۔ دا خبره هغه د برطانيې نېشنل كرائم ايجنسۍ استازو عثمان احمد او لائزون آفیسر کرس هال سره خبرو كښې وكړه كومو چې وفاقي وزير سره د نهې په ورځ د نشائي توكو مخنيوي وزارت كښې ملاقات كولو۔ وفاقي وزير ووئيل د ادارو او هېوادونو ترمينځه مرسته او تړون د نشائي توكو په مسئله قابو موندلو له ډېر ضروري دے۔ وفاقی وزیر ووئيل د نشائي توكو قاچاق مخنيوي د معلوماتو په وخت ترلاسه كېدو سره ممكن دے۔ هغه ووئيل زه غواړم چې د نشائي توكو طلب كمولو له مونږ په ګډه تګلاره وضعه كړؤ۔ په دې موقع د برطانېي استازو د نشائي توكو كاروبار كوؤنكو په ضد كارروائۍ كښې اے اېن اېف سره د هرې ممكنه مرستې كولو باور وركړو۔ د ملاقات په مهال سباؤن كښې د دوه اړخيزه اړيكو په لا مستحكمولو صلاح راغله
د نشائي توكو د مخ نيوي وفاقي وزير بریګیډیئر (ر) اعجاز احمد شاہ د برطانيې نېشنل کرائم اېجنسۍ استازو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : bolão quina