شرم الشېخ 17 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي پاکستان كښې ګرين انويسټمنټ ته پام لرنه كوو ٬ حكومت د فوسل فيول استعمال په ځاے د نمر څخه د توان پېداوار زياتولو لپاره اقدامات كوي، د پاكستان حکومت د لس زره مېګاٶاټ نمر څخه د توان پېدا كولو منصوبه پېل كړې۔ د دې خيالاتو څرګ??دو??ه ده د زيارت په ورځ سوئيلي افريقې او پرمختګ كوٶنكو هېوادونو لپاره د فرينډز آف ګريننګ نېشنل انويسټمنټ پلان په اړه پېنل مباحثه ??ښې د ګډون په مهال كړې۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان كښې شل پسمانده ضلعې تل پاتي پرمختګ څخه د ??او??اندې كولو منصوبه پېل شوې٬ پاكستان كښې د هرې منصوبې منظوري د ماحولياتي معيار سره تړلې شوې ٬ په ګلوبل وارمنګ كښې د پاكستان برخه د يو فيصد نه هم لږھ ده او دا مهال په ھغه اوو هېوادونو كښې شامل دے كوم چې د ماحولياتي بدلون سره زيات مخ دے، ده ووئېل موسمياتي بدلون پاكستان كښې د رېکارډ ګرمۍ، طوفاني بارانونو او سېلابونو سبب جوړ شوے٬ د موسمياتي بدلون اثرات فسانه نه دا يو حقيقت دے، د موسمياتي تباهۍ په پاکستان كښې په 33 مېليونه كسانو نېغه په نيغه اثر پرېوتے۔ ده ووئيل ?? بارانونو او سېلاب له امله پاكستان كښې لويه تباهي راغلې٬ املاك ته زيان رسېدلے٬ بنيادي ډهانچه او مواصلات تهس نهس شوې٬ د 30 اربه ډالرو نه زيات زيان شوے او د سلګونو په شمېر د قميتي ځانونو زيان شوے ، ده ووئېل د ځپليو آباد كارۍ لپاره منصوبه بندي شوې ۔ وفاقي وزير ووئيل هيله لرو چې نړيواله وورولي به د بيا رغونې او ب??ال?? په كارونو كښې د پاكستان مرسته وكړي، د قدرتي آفتونو مخنيوي لپاره د لائحه عمل دائره كار هم تر ضلعو خپور كړے شوے
پاکستان كښې ګرين انويسټمنټ ته پام لرنه كوو٬ حكومت د فوسل فيول استعمال په ځاے د نمر څخه د توان پېداوار زياتولو لپاره اقدامات كوي۔ وفاقي وزير احسن اقبال
مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria