اسلام آباد 30 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشي وئيلي دي نړۍ د درې ډول مسئلو سره مخ ده چې پكښې کورونا نړيوالې وباﺀ ٬ د 2030 په پرمختيائي تګلاره عمل درآمد او ماحولیاتی تغیر څخه پېښ خطرات شامل دي،پرمختګ كوونكې هېوادونه د دې مسئلو له امله تر ټولو زيات ځپلے شوي۔ د جی 77 او د چین ګروپ راروان صدر په توګه پاکستان د پرمختګ كوونكو هېوادونو لپاره د پرمختګ شريكې تګلارې ودې لپاره د ګروپ غړو سره به كار كوي۔ پرمختګ كوونكو هېوادونو لپاره د پاکستان وضع کړې تګلاره كښې په پرمختګ كوونكو هېوادونو واجب الادا قرض كښې كمے ، پرمختګ كوونكو هېوادونو لپاره د 650 اربه نوې اېس۔ډي ۔آرز بيا وېش، زیات رعایتی فنانسنګ وركول، د پرمختګ كوونكو هېوادونو د اړخه ماحولیاتی كلن 100 اربه ډالره فنانس موبلائزیشن، پرمختګ كونوكو هېوادونو څخه د اربونو روپو غیرقانوني سرمایې پرمختلليو هېوادونو ته د ترسیل مخنيوے او غلا شوې روپۍ بيرته راوړلو نه علاوه مساوی او ښكاره تجارتی نظام پیدا کول شامل دي۔ده د جی 77 خارجه وزيرانو ګروپ 45مې غونډې ته وينا كوله كومه چې ورچوئل فارمیټ كښې د نهې په ورځ وشوه۔خارجه وزير شاہ محمود قریشی ووئيل د ځانګرو مسئلو ترمينځه د جی 77 ګروپ په کامیاب قیادت د ګني خارجه وزير او چین له مباركي وركوم۔ د جنرل اسمبلۍ صدر او سیکریټری جنرل په ملګرو ملتونو خطاب كښې په مهم ریمارکس د هغوې مننه كوم او د پرمختګ كوونكو هېوادونو لپاره د هغوې پرله پسې مرسته د ستائنې وړ ده۔ ده ووئيل راروان كال لپاره د ملګرو ملتونو په نظام دننه تر ټولو د لوئې ډلې قیادت لپاره په پاکستان د باور په څرګندونه تر ټولو زيات مونږ د ګروپ 77 د ټولو 134 غړو او چین مننه كوو۔ ده ووئېل پاکستان د دې ګروپ بانی غړے دے۔مونږ شريك اهداف سر كولو او د جي 77 او چین د ګټې تحفظ لپاره كلك او غیرمتزلزل هڅې كړي۔ ده ووئېل په نیویارك كښې د دې ګروپ درې ځله د صدارت اعزاز مونږ ترلاسه كړے۔ده ووئيل په دې ټولو مسئلو قابو موندلو له به پرمختګ كوونكو هېوادونو له خپل قرض، پرمختګ او د ماحولیاتی تغیر مسئلو مخنيوي لپاره مناسب مالی مرسته ترلاسه كول وي۔بايد يو برابر مالي او تجارتي نظام هم وركړے شي۔۔
نړۍ درې ډول مسئلو سره مخ ده،پرمختګ كوونكې هېوادونه د دې مسئلو څخه تر ټولو زيات وځپلے شول ،پاکستان د پرمختګ كوونكو هېوادونو پرمختګ لپاره د شريكې تګلارې وده كښې د ګروپ 77 غړو سره كار كولو له لوظي دے، شاہ محمود قریشي
مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس