اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) د هندي وزيراعظم نرېندر مودي د مقبوضه كشمير دورې په په ضد د كل جماعتي حريت كانفرنس د آزاد كشمير څانګې تر سيوري لاندې په اسلام آباد كښې د هند د سفارت په وړاندې احتجاجي مظاهره وشوه. د كشمير مېډيا سروس له مخې د احتجاجي مظاهرې مشري د كل جماعتي حريت كانفرنس د آزاد كشمير څانګې كنونيئر محمد فاروق رحماني وكړه. په دې موقع د آزاد جمو و كشمير وزيراعظم سردار تنوير الياس د دستورې خاص مېلمه و. احتجاجي مظاهرچيانو د آزادې او پاكستان په حق كښې نعرې ووهلې. د آزاد كشمير وزيراعظم مظاهرې ته وېنا وكړه. ده ووئيل چې د هندي وزيراعظم نرېندر مودي لخوا د مقبوضه كشمير د دورې مقصد د خپل پوځ مورال لوړول دي كوم چې جنګ بائيللې. ده ووئيل چې د ذهبي تناٶ په وجه په كشمير كښې هره ورځ د هند عسكر ځان وژني. ده ووئيل چې د هندي وزيراعظم د كشمير دوره غېر اخلاقي او غېر قانوني ده ځكه چې هند د كال 1947م نه په كشمير قابض دے.
د هندي وزيراعظم د مقبوضه كشمير دورې په ضد په اسلام آباد كښې احتجاجي مظاهره
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ٹکٹ