اسلام آباد ۔ 6 اکتوبر (اے ??ی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د دفاع كونسل چيئرمېن مولانا حامد الحق حقاني سره اكوړه خټګ كښې مهم ملاقات وكړو ??وم كښې چې د هېواد په روانه سياسي وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي پرېس ريليز ترمخه سپیکر اسد قېصر د كشمير په مسئله د حامد الحق د دريځ ستائنه وكړه۔ په دې حامد الحق ووئيل دا مهال هېواد اتحاد او يوالي ته اړ??يا لري۔ هېواد دا مهال ??وم هم انتشار يا ډی اسټېبلائزېشن زغملې نه شي۔ اسد قېصر ووئيل دا مهال هېواد ته د يووالي ضرورت دې او ??وم ډول سياسي انتشار هېواد خطر سره مخ كولې شي۔ مولانا حامدالحق حقانی د قومي اسمبلۍ د سپيكر د سياسي كردار ستائنه وكړه۔ مولانا حامد الحق حقانی ووئيل د قومي اسمبلۍ سپيكر د پارلماني سفارتكارۍ د لارې د كشمير مسئله په ښه ډول ??ورته كړې۔ ده ووئيل د قامي اتحاد او يو والي په ځائې ساتلو كښې به د حكومت مرسته كوو۔
د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د دفاع كونسل چيئرمېن مولانا حامد الحق حقاني سره اكوړه خټګ كښې مهم ملاقات ٬ د هېواد په روانه سياسي وضعه د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن خریداری