اسلام آباد 08 جون (اے پي پي)د روان مالي كال 22-2021 اقتصادي جائزه رپورټ به(نن)د زيارت په ورځ جاري كولے شي۔په اقتصادي جائزه رپورټ كښې د روان مالي كال د بېلو معاشي څانګو كاركردګۍ احاطه كولې شي۔د منصوبه بندۍ ډويژن رپورټ له مخې د روان مالي كال لپاره د قامي معيشت شرح نمو 5.97 فيصد پاتې كېدو امكان دے چې بنيادي سبب يې كركيله٬صنعت او خذمات په څانګو كښې پرله پسې 4.40 فيصد٬ 7.19 فيصد او 6.19 فيصد شرح نمو ده۔د كال 21-2020 عبوري جي ډي پي اندازه او د مالي كال 2019-20 لپاره د جي ډي پي نظرثاني تخمينه د شمېرو له مخې اپ ډېټ كړی شوې۔كال 20-2019 لپاره د جي ډي پي شرح نمو حتمي منفي 0.94 فيصد او نظرثاني شوې اندزې له مخې منفي يو فيصد ته راغلې۔كال 21-2020 لپاره د چي ډي پي نظرثاني شوې شرح نمو 5.74 فيصد او په ابتدائي توګه د عبوري اندازې له مخې دا 5.57 فيصد وه۔د فصلونو ذيلي څانګې شرح نمو 5.92 فيصد نه تر 5.96 فيصد ښه شوې۔دغسې د مختلف فصلونو شرح د ترقۍ اندازه د عبوري 8.08 فيصد څخه نظرثانې شوې 8.27 فيصد پاتې شوې۔د صنعت څانګې شرح نمو عبوري اندازه تر 7.81 فيصد زياته شوې او نظرثانۍ شوې تخمينه 7.79 فيصد وه ۔دغسې د خذمت څانګې شرح نمو هم د 5.7 فيصد په مقابل كښې تر 6.0 فيصد بهتر شوې۔د كال 22-2021 لپاره د جي ډي پي عبوري شرح نمو تخمينه 5.97 فيصد ده د كومې چې د معيشت په ټولو څانګو په كاركردګۍ اثرات مرتب شوي ٬د كركيلې٬صنعتي او خذمات څانګو شرح نمو بالترتيب 4.40 فيصد ٬ 7.19 فيصد او 6.19 فيصد ده او سږ كال د فصلونو په پېداوار كښې د اضافې شرح 7.24 فيصد ده۔د پومبې٬وريژو٬ګنې او جوارو په پېداوار كښې د اضافې شرح اندازه بالترتيب 17.9 فيصد٬ 10.7 فيصد٬ 9.4 فيصد او 19 فيصد ده
د قامي معيشت شرح نمو 5.97 فيصد پاتې كېدو امكان دے ٬د روان مالي كال اقتصادي جائزه رپورټ به سبا جاري كولے شي
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری لائیو