اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د مذهبي چارو وزارت د حج د پروازونو شېډول جاري كړو. د حج وړومبې پرواز به د جون په 6مه نېټه د اسلام آباد څخه روانېږي. د مذهبي چارو د وزارت وياند له مخې د حج 106 پروازونو د لارې به 32 زره حج كوونكي سعودي ته رسولې شي. د اسلام آباد څخه روډ ټو مكه پروژې له مخې به 42 پروازونه چلولې شي. د پروازونو شېډول په وېب پاڼه وركړې شوې او د حج كوونكو په موبائل مسېج هم جاري كړې شوي دي. حج كوونكو ته هدايت شوے چې د كومې پرېشانې نه بچ كېدو لپاره دې د پروازونو په شېډول په سختې سره عمل وكړي. حج كوونكي دې د حج جاري شېډول له مخې نزدې د اعتماد سنټر څخه بائيومېټرك وكړي.
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی