سيالكوټ 03 جولائي (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي چې د اقتدار تللو سره عمران خان خپل حواس هم د لاسه وركړي، د عمران خان د څېرې څخه د ايماندارې نقاب لرې كېږي، ټولټاكنې به په كال 2023م كښې كېږي. ده دا خبرې د اتوار په ورځ په سيالكوټ كښې د شهابپوره فلائي اوور پرانستې كولو په مهال وكړې. ده ووئيل چې دا فلائي اوور د اختر په موقع د مسلم ليګ ن لخوا د سيالكوټ اولس لپاره يوه لويه ډالې ده. ده ووئيل چې وزيراعظم شهباز شريف به ډېر زر د سيالكوټ دوره وكړي او د پرورژې پرانسته به وكړي. ده ووئيل چې عمران خان محسن كش دے، چې په ده چا هم احسان كړے، هغه ئې نه دې بخښلې. ده ووئيل چې د عمران خان يو مشن دے او هغه د اټومي طاقت پاكستان كمزورې كول او د هېواد ادارې كمزورې كول دي خو مونږ به د پارلمان پشمول د ټولو ادارو دفاع كوو. ده ووئيل چې د اقتدار تللو سره عمران خان خپل حواس هم د لاسه وركړي.
د اقتدار تللو سره عمران خان خپل حواس هم د لاسه وركړي. د دفاع وزير خواجه محمد آصف
مضمون کا ماخذ : پاور بال کا ٹکٹ