اسلام آباد21ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره افغانستان لپاره د امريكې خاص استازي زلمي خليل زاد د نهې په ورځ نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 76مې غونډې په موقع ليدلې دي۔د خارجه دفتر ترمخه په ملاقات كښې د افغانستان په بدلېدونكي صورتحال خبرې شوي۔دواړو لارښودو افغانستان كښې امن لپاره د اجتماعيت وړ سياسي تصفيې په ضرورت زور راوړے۔خارجه وزير افغانستان كښې امن راوستلو له د زلمي خليل زاد هڅې وستائېلې۔ده ووئيل پاكستان د اول نه دا وئېل چې افغان مسئله كوم پوځي حل نه لري٬خارجه وزير افغانستان كښې په پراخا بنياد د ټولشموله حكومت جوړولو لپاره د پاكستان د معاونت پخلے وكړو۔ده ووئيل مونږ په افغانستان كښې په رامخې ته كېدونكي بشري بحران ژوره اندېښنه لرو٬نړيوالې ورورولۍ له په دې نازك او تاريخي موړ افغانان د بشري بحران خطر نه ساتلو له موثره ګامونه پورته كول غواړي او د افغانانو د مرستې باوري كولو ضرورت دے۔شاه محمود قرېشي ووئيل افغانستان كښې عدم استحكام سره منطقه كښې د امن نقص او د كډوالو د يرغل خطر بيا سر پورته كولې شي۔دغسې دواړه لارښود افغانستان كښې امن راوستلو او د اجتماعيت وړ سياسي تصفيې لپاره په ګډه هلو ځلو ته صلاح شوي۔
د خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د امريكې افغانستان لپاره خاص استازي زلمي خليل زاد ملاقات
مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک