اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د حج اكبر سعادت ترلاسه ك ونكو حاجيانو او ټول امت له مباركي وركولو سره وئيلي چې د لوے څښتن څخه په دې خاص او متبرك ورځ د مغفرت او رحمت دعاګاني اوغواړي۔وزيراعظم آفس پريس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل نن د لوے څښتن د انوار او تجليات د نزول خاص بركت لرونكې ورځ ده، د جمعې په ورځ د حج سعادت ترلاسه كونكې خوش نصيبو ته مسلمانانو او انسانيت لپاره د خصوصي دعاګانو اپيل كوم۔ ده ووئيل د لوے څښتن څخه مقبوضه فلسطين او كشمير آزادۍ او مظلوم انسانيت تكليف او غم كمولو لپاره التجا كوو۔لوے څښتن دې په نن ورځ پاكستان د قرض څخه خلاص كړي، د يو قام په هيڅ معاشي خود انحصارۍ منزل دې مونږ ته نصيب كړي،په نن ورځ مونږ د خپلو شهيدانو لوړو درجو او د كورنيو د زغم لپاره دعا كوو۔
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر