اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) د چين کميونسټ پارټي (سي پي سي) د مرکزي کمېټي عمومي سېكتر او د چين صدر شي جن پنګ وئيلي دي چين د تسلط، توسيع پسندۍ او د اثرو رسوخ زياتولو په پاليسۍ باور نه لري٬ مونږ د انصاف ،برابرۍ او مشترکه پرمختګ په نړيوال نظام باور لرو٬ چين به عمرله د پرمختګ كوٶنكې نړۍ غړے وي۔ صدر شي جن پنګ دا خبرې د كميونسټ پارټي آف چائنا او د نړيوالو سياسي ګوندونو د مشرانو كنفرنس ته وېنا كښې وكړې۔د چين صدر شي جن پنګ ووئيل د 1.4 اربه چينائي وګړو سوكاله ژوند باري كول او ټول انسانيت لپاره امن او پرمختګ ته وده وركول د سي پي سي وړومبۍ ترجيح ده۔ ده د نړۍ د ټولو سايسي ګوندونو څخه مطالبه وكړه چې ھغوي دې تل د نړيوال امن او پرمختګ پلوي او د نړيوال نظم محافظ جوړ شي۔ شي جن پنګ ووئيل مونږ له به د يو اړخيزه طرز عمل په ضد اودرېدل وي او د تسطل او اقتدار سياست څخه به سرغړونه كول وي۔ ده ووئيل په سياسي ګوندونو د انسانيت د سباٶن ښكلا پحقله لويه ذمه واري راځي٫ مونږ په نړۍ كښې داسې نظام غواړو چرته چې هر هېواد لپاره د پرمختګ يو ډول موقعې وي٬ مونږ له د انسانيت شريك اقدار مخ په وړاندې بوتللو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل چين د تسلط، توسيع پسندۍ او د اثرو رسوخ زياتولو په پاليسۍ باور نه لري٬ مونږ د انصاف ،برابرۍ او مشترکه پرمختګ په نړيوال نظام باور لرو۔
چين د تسلط، توسيع پسندۍ او د اثرو رسوخ زياتولو په پاليسۍ باور نه لري٬ مونږ د انصاف ،برابرۍ او مشترکه پرمختګ په نړيوال نظام باور لرو۔ د صدر شي جن پنګ د كميونسټ پارټي آف چائنا او د نړيوالو سياسي ګوندونو د مشرانو كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس