سوات 26 مارچ (اے پي پي) حكومت د سېلګرې ودې لپاره يو بل مهم اقدام كول?? سره د سوات هوائي اډه 17 كاله پس كمرشل پروازونو لپاره بحال كړې. د ??ي آئي اے پرواز د اسلام آباد څخه سهار په 10 بجې روان شو او 11 بجې د سوات سېدو شريف ته راورسېدو. د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی ، د هوابازې وزير او د ??وا??لاتو وزير هم په الوتكه كښې سواره وو. په هوائي اډه د پروزا نه وړاندې كېك پرې كړے شو او د خلقو مېلمستيا وكړې شوه. د هوابازې وزير غلام سرور خان مېلمنو ته ګلونه او ډالۍ وركړې. په هوائي اډو د مېلمو تود هركلې وكړے شو. په ابتدائي توګه به د اسلام آباد څخه سوات لپاره په اونۍ كښۍ دوه پروازونه چلولې شي. په دې موقع د هوابازې وفاقي وزير غلام سرور خان ووئيل چې اوولس كاله پس سوات لپاره د ??ي آئي اے پروازونه پېل كوو. د مالي ستونزو او ترهګرې له امله په تېر وخت كښې پروازونه بند وو. د سوات او مالاكنډ اولس امنيتي ځواكون?? سره اوګه په اوګه په مړانه د ترهګرې مقابله كړې. سوات لپاره د ??ي آئي اے پروازونه د وخت ضرورت دے. ده ووئيل چې د پروازونو په نتيجه كښې به نه يوازې د قومي ائير لائن په امدن كښې اضافه وشي بلكې په سوات كښې به سېلګري هم وده وكړي. دې پروازون?? سره به سوات نور پرمختګ هم وكړي.
د سوات هوائي اډه 17 كاله پس كمرشل پروازونو لپاره بحال كړې شوه
مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا