اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) په پاكستان كښې د تېرو 6 ورځو په مهال په يوه ورځ كښې تر ټولو د زيات واكسين لګولو نوے رېكارډ جوړ شوے۔ د اتوار په ورځ په اېن سي او سي كښې د غونډې نه پس د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر او د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان مېډيا ته ووئيل چې په غونډه كښې د وبا د صورتحال جاج اخستل شوے او سبا به وزيراعظم ته په دې اړه وړاندېزونه كېښودلې شي۔ اسد عمر ووئيل چې په انډونېزيا٬ماليزيا٬تهائي لينډ٬ايران٬بنګله دېش او ختيزه آسيا كښې د وائرس صورتحال ډېر بدتر پاتې شوې۔ده ووئيل چې د وبا تېر صورتحال په نظر كښې ساتلو سره د هېواد په لويو ښارونو كښې د بندېزونو لګولو امكان دے۔ده ووئيل چې دا وائرس د برتانيې په نسبت زيات خونړې دې او ناروغي خپرېږي ځكه د دې وائرس مخ نيوي لپاره به احتياطي تدابير كول وي۔ده ووئيل چې په ټول هېواد كښې 2 زره 600 ويكسينيېشن سنټرز او 300 موبائل يونټس كار كوي۔ده ووئيل چې د كورونا په ضد كاميابي د اېن سي او سي د فورم د لارې مركزي هڅه وه۔اېن سي او سي يو غېر سياسي فورم دے۔په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان ووئيل چې په روغتونونو كښې د وائرس ځپليو رنځورانو شمېره مخ په زياتېدو ده۔د دې صورتحال مخ نيوي لپاره د صلاحيت زياتولو هڅې كولې شي
په پاكستان كښې د تېرو 6 ورځو په مهال په يوه ورځ كښې تر ټولو د زيات واكسين لګولو نوے رېكارډ جوړ شوے۔ اسد عمر
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں