اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد نادرا ته هدايت كړے چې د پاكستان ټوله آبادي دې زر رجسټر كړې شي، بهر مېشته پاكستانيانو ته دې غوره اسانيې وركړې شي، په دې لړ كښې به كوم غفلت يا كوتاهي ونه زغملې شي. ده دا خبرې د زيارت په ورځ د نادرا چارو په اړه د غونډې مشري كولو په مهال په خپله وېنا كښې وكړې. په غونډه كښې د كورنيو چارو سېكرټري يوسف نسيم كهوكهر پشمول د نادار اعلٰی چارواكو ګډون وكړو. په غونډه كښې د نادرا چيئرمېن لخوا بهر مېشته پاكستانيانو ته د وركول كېدونكو اسانيو په اړه بريفنګ وركړے شو. د كورنيو چارو وفاقي وزير د نادرا لنډ مهاله چيئرمېن ته هدايت وكړو چې د پاكستان ټوله آبادي دې زر رجسټر كړې شي، بهر مېشته پاكستانيانو ته دې غوره اسانيې وركړې شي، په دې لړ كښې به كوم غفلت يا كوتاهي ونه زغملې شي. د نادرا چيئرمېن ووئيل چې د هېواد 70 فيصده آبادي رجسټر كړې شوې ده او پاتې لپاره هم اقدامات روان دي.
د پاكستان ټوله آبادي دې زر رجسټر كړې شي، بهر مېشته پاكستانيانو ته دې غوره اسانيې وركړې شي. د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د نادرا چارو په اړه په غونډه كښې هدايت
مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔