اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د خېبرپښتونخوا پوليس سب انسپكټر سحر ګل په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د شهيد پوليس اهلكار كورنۍ سره د يو والي څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم په خېبرپښتونخوا كښې په پوليس اهلكارو د بريدونو په اړه د تشويش څرګندونه كولو سره ووئيل د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی دې په صوبه كښې د امن وضعې ته پام وكړي۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې شهيد پوليس سب انسپكټر ته به د شهيدانو پیكج وركړې شي٬د ماشومانو تعليم او د كور ودانې كفالت به باوري كړې شي۔وزيراعظم د كورنيو چارو وزير انجينئر امير مقام ته شهيد پوليس اهلكار لپاره د مالي مرستې باوري كولو هم هدايت وكړو۔وزيراعظم د شهيد شوي پوليس اهلكار لوړو درجو او غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه
مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز