اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په مري كښې د سختې واورې ورېدو له امله په پېښه كښې په ځاني زيان خواشيني ښودلې. د خالي په ورځ په جاري شوي بيان كښې صدر مملكت د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازي وكړه او دعا ئې وكړه چې لوي څښتن دې ارواښادو ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنو كورنيو ته د زغم توفيق وركړي. صدر مملكت ووئيل چې په دې سخت وخت كښې د ده همدردۍ غم جنو كورنيو سره دي. صدر مملكت هيله څرګنده كړه چې انتظاميه به په مري كښې ګېر شوي نور كسان زر په حفاظت سره راوباسي.
مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ