اسلام آباد۔19ستمبر (اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير شوكت ترين وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان راتلونكو نسلونو ته د روښانه سباؤن وركولو سوچ لري۔ د هېواد معيشت مضبوطول ٬ پاكستان بې وزلۍ څخه پاك رياست جوړول او په كرنيزو توكو كښې په خپلو پښو ودرول هدف دے٬ معاشي پرمختګ لپاره د نمو شرح او قامي محصولاتو كښې اضافه ضروري ده۔ اوسنې حكومت د كركيلې او صنعتونو پېداوار زياتولو له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي چې ورسره به هېواد كښې خوشحالي راشي۔ د اتوار په ورځ پي ټي وي سره مركه كښې هغه ووئيل زما دوه مقصدونه دي٬ يو د هېواد معيشت مضبوط جوړول دي دغسې چې د آئي اېم اېف پروګرام نه ټول عمري له خلاصې وموندلې شي او دويم بې وزله وګړو ته زيات نه زيات ريليف وركول۔ هغه ووئيل وزيراعظم عمران خان د نوې پاكستان هاؤسنګ سكيم په لاره كښې ولاړ ټول خنډان لرې كړل او اوس په ګرد هېواد كښې كم آمدن لرونكي خلق بېنك څخه قرض اخستلو سره د خپل كور خوب ريښتيا كولې شي۔ شوکت ترین ووئيل كركيله د هېواد په معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري۔ اوسنې حكومت د كركيلې څانګې ودې له ټول ضروري ګامونه پورته كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د كورونا وباﺀ د لاسه دا مهال په نړيواله كچه د خوراك څښاك څيزونو بيعې د تېرو 10 كلونو تر ټولو لوړې كچې ته رسېدلې دي۔ پاكستان زياتره څيزونه درآمد كوي ځكه په دې لړ كښی د نړيوالو څيزونو نرخونو اغېز په مونږ پرېوتے دے بياهم اوسنې حكومت د احساس ډېټا د لارې به مستحق خلقو ته ريليف وركولو له ټارګټډ كېش سبسډي وركوي۔
وزيراعظم عمران خان راتلونكو نسلونو ته د روښانه سباؤن وركولو سوچ لري۔ د هېواد معيشت مضبوطول ٬ پاكستان بې وزلۍ څخه پاك رياست جوړول او په كرنيزو توكو كښې په خپلو پښو ودرول هدف دے۔ وفاقي وزير شوكت ترين
مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث