اسلام آباد 22 اپريل (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د پاكستان او ايران اړيكو يو نوي اړخ اختيار كرې دې۔پاك ايران اړيكو كښې د يو نوي باب اضافه ښكاري۔افغانستان په معامله زمونږ د ايران سره چې نن كوم مماثلت او يووالي دې هغه چري نه ؤ۔ د زيارت په ورځ مشهد ته تللو څخه وړنديد ايران او ايراني قيادت سره ملاقاتونو په اړه مهم ويډيو بيان كښې خارجه وزير ووئيل زما د ايران د مشرانو سره د ملاقاتونو سلسله بشپړ شوي۔زما د ايران صدر حسن روحاني سره ګټه ور ملاقات شوي۔ د ايران صدر دې خبري ته سلا شوي چې تيرو دوه نيمو كلونو كښې د پاكستان او ايران ترمينځه دوه اړخيزه اړيكي ښه شوي او د دواړه هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ اړيكي لا قوي شوي۔ دې نه علاوه زما د ايران پارليماني سپيكر سره ملاقات شوي، مونږ دې خبري ته سلا شوي يو چې دوه اړخيزه اړيكو استحكام او د اولس په كچه رابطو زياتولو كښې پارلمان مهم كردار لري۔مونږ دې خبري ته هم سلا شوي يو چې لويديز كښې اسلاموفوبيا تندۍ سره خپريږي د دې په ضد بايد د پاكستان په شان د ايران پارلمان هم كردار ترسره كړي۔ مونږ دې ته سلا شوي يو چې اسلاموفوبيا زيات شوي رجحان مخنيوي او وګړو كښې د حرمت رسول صلي الله عليه واله وسلم په اړه خبرتيا پيدا كولو له پاكستان او ايران علماﺀ خپل كردار ترسره كړي۔د ايران خارجه وزير جواد ظريف سره د ايران خارجه وزارت كښې ملاقات شوي۔مونږ په دوه اړخيزه اړيكو په تفصيل سره خبري اتري كړي۔ مونږ د افغانستان په صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړي۔خارجه وزير ووئيل افغانستان په معامله زمونږ د ايران سره چې نن كوم مماثلت او يووالي دې دې څخه وړاندې چري نه ؤ۔مونږ د اسلاموفوبيا په ضد په ګډه د كار كولو لوظ وكړو۔شاه محمود قريشي ووئيل دا خبره باور سره وايم چې پاكستان او ايران اړيكو نوي اړخ اختيار كړې۔خارجه وزير ووئيل تهران څخه زيات مطمئن كيدو سره بيرته ستنيږم۔ ما ته د ايران او پاكستان په اړيكو كښې د نوي باب ښكاري۔
پاك ايران اړيكو كښې د نوي باب اضافه ښكاري،خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي
مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ