ننكانه صاحب 19 نومبر(اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير پيرنورالحق قادري وئيلي دي وزيراعظم عمران خان ګاونډي هېواد هند سره د سولې، مساوات، ورورولې او يووالي خبره كولو سره د ټولې نړۍ د سكهانو زړونه ګټلي، د بابا ګرونانك پېغام د امن، مينې، صلحې او د نيكې پېغام دے د كوم چې د خپرولو ضرورت دے. ده دا خبرې د بابا ګرو نانك د زېږون ورځې په لړ كښې راجوړې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. په دې موقع وفاقي وزير برېګېډئر ﴿ر﴾ اعجاز احمد شاه او نورو هم وېنا وكړه. د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق په خپله وېنا كښې ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د كرتار پور لار د 9 كلونو په ځائ يوازې په 9 مياشتو كښې ترسره كړې شوې. ده ووئيل په سباٶن كښې د بابا ګرونانك د پوهنتون پېغام به د فاصلې ختمولو له مرستياله ثابت شي. ده ووئيل پاكستان د سكهانو پشمول د ټولې نړۍ د مذهبونو پېروكارو لپاره د محبت او احترام جذبات لري.
د بابا ګرونانك پېغام د امن، مينې، صلحې او د نيكې پېغام دے. نورالحق قادري
مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا