اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې په كال 1967م كښې د تربېلا بند جوړېدو نه پس وزيراعظم عمران خان په پاكستان كښې 10 لوي بندونه جوړوي، دې سره به د ارزانې برېښنا پېداوار ممكن شي. د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل چې دې پروژو سره د اوبو څخه د برېښنا پېداوار د 9500 مېګاواټ نه 20800 مېګاواټ ته ورسي. ده ووئيل چې سبا به انشاالله د واپډا تر سيوري لاندې د آسټراليا، سوئټزرلېنډ، امريكا، تركيه او چين پشمول د بندونو د پوهانو نړيوال كانفرنس كېږي.
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب