اسلام آباد۔18اپرېل(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان او يو اے اي د اعلی كچې رابطو ودې او د دوه اړخيزه معاشي مرستې حجم زياتولو عزم لري۔ دا خبره هغه دبۍ كښې د پاكستان قونصل جنرل امجد احمد علي لخوا دبئی كښې د مېشته پاكستاني كميونټي نمائنده شخصياتو په درناوي كښې د روژه ماتي دستورې په مهال خبرو كښې وكړه۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي او متحده عرب امارات كښې پاكستاني سفير د روژه ماتي دستوره كښې ګډون وكړو۔ قونصل جنرل احمد امجد علی او د قونصل خانې چارواكو خارجه وزير ته هركلې ووې۔ خارجه وزير عرب امارات كښې د مېشته پاكستاني كميونټي خذماتو ستائنه وكړه۔ هغه ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستاني وګړي زمونږ قيمتي سرمايه ده۔ د دوئي خېر ښېګړه زمونږ د حكومت په وړومبو ترجيحاتو كښې شامل ده۔ هغه ووئيل د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځھ پخوانۍ اړيكې لا مستحكم كېږي او پاكستان د اعلی كچې رابطو ودې او د دوه اړخيزه معاشي مرستې حجم لا زياتولو عزم لري۔
پاكستان او يو اے اي د اعلی كچې رابطو ودې او د دوه اړخيزه معاشي مرستې حجم زياتولو عزم لري۔ شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : فائر جوکر