په آزاد کشمیر كښې د احتجاجی تحریک په مهال د شرخوښو لخوا د وضعې خرابولو هڅې ناكامه شوي٬ د وزيراعظم شهباز شريف د آزاد كشمير كابينې غونډې ته خطاب


مظفر آباد۔16مئی(اے پی پی)وزیراعظم شهباز شريف وئيلي دي په آزاد كشمير كښې د احتجاجي تحريك په مهال د شرخوښي عناصر لخوا د وضعې خرابولو هڅې ناكامه شوي ٬ چارې په غوره ډول تر سره كړې شوې ٬ د آزاد كشمير اولس پاكستان سره د زړه له كومي عقيدت لري٬ پاكستان به كشميري اولس لپاره په ګرده نړۍ كښې غږ پورته كوي٬ نړۍ د مقبوضه كشمير او فلسطين په صورتحال غلې پاتې شوې ٬ هغه ورځ لرې نه ده چې د كشمير او فلسطين اولس به خپل حقونه ترلاسه كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د آزاد جموں وكشمير كابينې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د پاك پروردګار په فضل تېرو ورځو كښې رامخې ته شوې ستونزې په غوره ډول لرې كرې شوې۔ په وضعه قابو موندلو كښې د كردار په لوبولو د صدر مملكت او اتحادي ملګرو مننه كوم۔ تحريك چلوونكو د خپلو جائزو چارو لپاره په يو جمهوري انداز خپل احتجاج ريكارډ كړو خو په دغه تحريك كښې ځينې هغه شرخوي عناصر شامل وو د كومو مقصد چې د آزاد جموں وكشمير وضعه خرابول٬ د بشري ځانونو ضائع كول او اړے ګړے رامخې ته كول وو۔ د آزاد كشمير مضبوط او ژوندے اولس له خپلې ګټې نه ښه خبر دے۔ د پاكستان 25 كروړه اولس د كشميري اولس قربانيو ته د قدر په سترګه ګوري۔ ده ووئېل د كشميري اولس قربانۍ به بې ځايه نه ځي٬ پاكستان به كشميري اولس لپاره په ګرده نړۍ كښې غږ پورته كوي۔ د او آئي سي كنفرنس كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار كشميري اولس لپاره غږ پورته كړو او كومه اعلاميه چې جاري كړې شوه په هغې كښې په بشپړه توګه د كشمير ذكر وكړے شو۔ ده ووئيل د ایراني صدر ډاكټر ابراهیم رئیسی د پاكستان دورې په موقع په خبري كنفرنس كښې ما د كشمير په مسئله تفصيلي خبره وكړه۔ په هر فورم به د كشميري اولس اخلاقي او سفارتي مرسته روانه ساتؤ۔ وزیراعظم ووئيل په آزاد كشمير كښې چې څو ورځې وړاندې كوم تحريك رامخې ته شو د بده مرغه په هغې كښې يو پوليس اهلكار او ځينې وګړي په حق ورسېدل٬ د دغې چې څومره هم غندنه وكړې شي لږه ده٬ داسې بايد شوي نه وو۔ ده ووئيل د شهيدانو كورنيو ته به د مرستې پېكج وركولې شي۔ وفاقي حکومت آزاد کشمیر لپاره د 23 اربه روپو پېكج منظور كړے ۔ 23 اربه روپۍ د آزاد كشمير حكومت اكاؤنټ ته منتقل شوي۔ دا كوم احسان نه بلكې زمونږ فرض دے۔ كشمير د پاكستان شه رګ دے۔ د پاكستان او كشمير اولس يو بل سره د زړه له كومي عقيدت لري۔ ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د بې ګناہ کشمیریانو وينه بهيولې شي٬ دوي سره په زندانو كښې ظلم زياتې كولې شي٬ په مقبوضه كشمير كښې د ورونړو خوېندو قربانۍ به رنګ راوړي۔ ده ووئېل پاكستان به د كشميري اولس سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ دوامدار ساتي۔ ده ووئېل په فلسطين كښې 36 زره فلسطينيان شهيدان كړې شوي۔ ولې بياهم نړۍ د كشمير او فلسطين په خاموشۍ سره تماشه كوي۔ ده ووئيل مونږ له به خپلې سولئيزې هڅې او اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتل وي۔ كه پاك پروردګار ته منظور وي نو هغه ورځ به ضرور راشي چې كشميرې او فلسطينې اولس به خپل حقونه ترلاسه كړي۔ وزیراعظم ووئيل د آئی اېم اېف ډله د پاكستان په دوره ده۔ د ډلې دورې څخه وروستو به د خبرو د لارې د ځنډولې شوو چارو حل رامخې ته كړؤ دغسې چې سباؤن كښې دا ډول پېښې رامخې ته نه شي۔ ده ووئېل د اوبو اړوندې چارې به هم حل كړې شي۔ وزیراعظم ووئيل د منګلا فېز ټو پاتې كار به هم ډېر زر بشپړ شي دغسې نيلم جهلم سره اړوندې چارې به هم د مشاورت د لارې حل كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل كفايت شعارۍ لپاره د آزاد كشمير د حكومت د اقدامات ستائنه كوؤ۔ وزيراعظم ووئيل نن زمونږ هېواد په قرضونو كښې ډوب دے٬ كه قرضونو څخه خلاصے ترلاسه كول دي نو شپه او ورځ به خواري كول وي۔ وزیراعظم ووئيل پاك پروردګار پاكستان او آزاد كشمير ته د معدنيات بلها خزانې وركړي خو د بده مرغه په 76 كالو كښې مونږ دې څخه استفاده ونه كړې شوه ٬ اوس به مونږ له په دې لړ كښې عملي ګامونه پورته كول وي۔ په دې موقع د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام، د صنعت او پېداوار وفاقی وزیر رانا تنویر حسین، داخله وزير محسن نقوي ، د اطلاعات وفاقي وزیر عطاء تارړ او د آزاد كشمير وزیر اعظم چوهدری انوار الحق هم موجود وو۔ په دې موقع په آزاد كشمير كښې د احتجاجي تحريك په مهال په حق رسېدليو له فاتحه خواني هم وكړې شوه

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس