فيصل آباد 25 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئېلي دي وزيراعظم عمران خان د وار په وار اقتدار اخستونكو شوكمارو او د كرپټ ټولګي په ضد د جنګ اعلان كړے او قام د حق او رېښتيا په جنګ كښې عمران خان سره ولاړ دے٬هېواد دا مهال په مهم موړ ولاړ دے او د پاكستان د هر ماشوم٬مشرانو نظر اعلٰی عدليې او معزز ججانو پلو دے ځكه چې په دې وخت كښې ستره محكمه د مهم صدارتي ريفرنس اورېدنه كوي او د دې ريفرنس دائر كولو مقصد په قامي سياست كښې د ضمير فروشو لارې مخ نيوې او د آئين آرټيكل 63 اے په اړه د مهم كيس تشريح ده ۔ده دا خبرې د فيصل آباد په سمن آباد سمندري سيمه كښې اولسي غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړه۔په دې موقع د كلتور صوبائي وزير ميا خيال احمد كاسترو او د صوبائي اسمبلۍ ګڼ شمېر غړي هم موجود وو۔ده ووئيل د تحريك انصاف كاركنان د 27 مارچ غونډې په انتظار دي ۔ده ووئيل دلته په راتګ د تحريك انصاف د كاركنانو مننه كوم ة د فيصل آباد اولس د عمران خان په مشرۍ مكمل باور لري او د عمران خان په نوم ووټ وركوي۔ده ووئيل عمران خان د ناموس رسالت(ص)مقدمه كړې او په ملګرو ملتونو كښې د اسلامو فوبيا په ضد ئې قرارداد منظور كړے ۔ده ووئيل عمران خان د قام سر ټېټولو ته نه دې وركړے او عمران خان د يونيم ارب مسلمانانو سر هم په وياړ هسك كړے
قام د حق او رېښتيا په جنګ كښې عمران خان سره ولاړ دے٬د ضمير فروشانو٬غلو٬شوكمارو لاره به تل لپاره بنده شي۔د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب اولسي غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی