اسلام آباد۔20 اکتوبر(اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره پاكستان كښې د هنګري او تيونس سفيرانو د زيارت په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې جلا جلا ملاقاتونه كړي۔په ملاقاتونو كښې د دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكې خوښې په چارو٬معاشي٬كلتوري٬تعليمي او تجارتي روابط لا قوي كولو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د هنګري سفير بيلافزيكاس سره د ملاقات په مهال د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي حجم ته د لا ودې وركولو ضرورت دے٬د هنګري سره د اوبو وسائلو انتظام٬د كركيلې٬خوراك٬تعليم او آئي ټي په څانګو كښې د مرستې پراخا امكانات موجود دي۔د سېنېټ چيئرمېن د هنګري حكومت لخوا د پاكستان جي اېس پي پلس اسټېټس لپاره په ملاتړ او د پاكستان زده كوونكو لپاره د اسكالرشپس شمېرې زياتولو اقدامات وستائېل او د سفير ئې مننه وكړه۔د هنګري سفير په پاكستان كښې د اوسنو بارانونو او سېلاب له امله په شوي زيان د سېنېټ چيئرمېن سره د افسوس څرګندونه وكړه او په دې سخت وخت كښې د پاكستان د هر ممكنه مرستې كولو باورې وركړو په كومه چې د سېنېټ چيئرمېن د هغه مننه وكړه۔د دې نه پس د سېنېټ چيئرمېن سره په پاكستان كښې د تيونس سفير برهين الكامل ملاقات وكړو۔د سېنېټ چيئرمېن ووئېل ورور اسلامي هېواد تيونس سره د ورورولۍ او تاريخي اړيكې زمونږ لپاره د وياړ خبره ده او د شريكې ګټې په بنياد د اړيكو زياتولو غواړو۔د دواړو هېوادونو اړيكې په شريكه عقيده ٬تاريخ او كلتور اډانه دي۔محمد صادق سنجراني د اسلامو فوبيا په اړه په خبرو كښې ووئيل په ټوله نړۍ كښې د اسلامو فوبيا مخ نيوي لپاره په ټولو اسلامي وروڼو هېوادونو كښې اتفاق د وخت ضرورت دے۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل تيونس د افريقې مهم هېواد او د پاكستان نزدې ملګرې دے۔د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت پشمول په بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو لپاره جامع حكمت عملي او د تجارتي پلاويو تبادلو پلو د لا پام كولو ضرورت دے۔د تيونس سفير په پاكستان كښې د اوسنو بارانونو او سېلاب له امله په شوي زيان د سېنېټ چيئرمېن سره د افسوس څرګندونه هم وكړه
د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني سره د هنګري او تيونس سفيرانو ملاقات
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی