اسلام آباد 30مئی (اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي چې پاكستان برتانيې سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔د دواړو هېوادونو ترمينځه دې په بېلا بېلو څانګو كښې مرسته زياتولو لپاره لس كلن روډ مېپ وضعه كړې شي٬د نړيوالې ټولنې لخوا د افغانستان لنډ مهاله حكومت سره تعميراتي٬سفارتي او سياسي مذاكرات پائيدار امن او استحكام لپاره ضروري دي۔د وزيراعظم شهباز شريف او د برتانيې وزيراعظم بورس جانسن د ګل په ورځ په ټېليفون خبرې وكړې۔د برتانيې وزيراعظم وزيراعظم شهباز شريف ته د هغه په ټاكنه د چوكۍ په سنبهالولو مباركي وركړه او پاكستان سره يې په دوه اړخيزه اړيكو كښې د اضافې خواهش څرګند كړو۔وزيراعظم شهباز شريف د ملكې د تاج پوشۍ د پلاټينيم جوبلي په دستورو مباركي وركړه۔دواړو مشرانو د پاكستان او برتانيې ترمينځه د سفارتي اړيكو 75مه كليزه په ښه ډول د لمانځلو په اهميت زور راوړو۔وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل چې پاكستان برتانيې سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬وزيراعظم د پاكستان په بېلو څانګو كښې د اړيكو ودې لپاره خواهش څرګند كړو۔وزيراعظم په برتانيه كښې مېشته د 16 لكه پاكستانيانو د كردار ستائنه وكړه كوم چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو د ودې او د پل كردار ترسره كوي۔په سيمه ايز تناظر كښې وزيراعظم په افغانستان كښې د امن او استحكام اهميت او د انساني بحران نه بچ كېدو لپاره د هڅو ګړندې كولو په ضرورت زور راوړو۔ده د تباه شوي افغان معيشت استحكام لپاره د افغانستان د منجمد شويو اثاثو جاري كولو په اهميت هم زور راوړو۔د برتانيې وزيراعظم بورس جانسن برتانيې سره د پاكستان په مرسته او په خاص توګه د 15 اګست 2021 نه پس په افغانستان كښې په پېدا شوي صورتحال كښې د انخلا په اړه په كردار د پاكستان ستائنه وكړه۔وزيراعظم شهباز شريف په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزو خاتمې او په منطقه كښې د امن ودې لپاره د پاكستان د عزم څرګندونه وكړه۔ده د جمو كشمير د شخړې د سوله ايز حل په اهميت زور راوړو۔ده د سوئېلي آسيا په منطقه كښې د ستراتېژېكي توازن په ځاې ساتلو په ضرورت هم زور راوړو۔دواړو مشرانو د يوكرين په صورتحال او د شريكې خوښې په نورو چارو هم خبرې وكړې۔وزيراعظم شهباز شريف د برتانيې وزيراعظم ته د پاكستان د دورې كولو بلنه وركړه۔دواړو ډلو په رابطو ساتلو اتفاق وكړو۔
پاكستان برتانيې سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔د وزيراعظم شهباز شريف د برتانيې وزيراعظم سره په ټېليفون خبرې
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ لاٹری