اسلام آباد 17مارچ (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئېلي دي (ن)ليګ دې په خپلو خفيه اكاؤنټس كښې د 64 كروړ حساب وركړي٬كله د عدم اعتماد او كله د قومي حكومت خبرې كوي ٬په پاكستان كښې به يوازې اولسي حكومت چلېږي٬د اېن آر او ګنجائش نشته٬په سندھ هاؤس كښې هارس ټرېډنګ لپاره بولۍ شروع دي ٬ زرداري سپېشل پروټېكشن يونټ په غېر قانوني توګه اسلام آباد ته راوړي ٬داخله وزارت له نوټس اخستل پكار دي۔د دې خيالاتو څرګندونه وزيرمملكت د زيارت په ورځ د ټاكنو كميسون په خوا كښې مېډيا سره په خبرو كښې كړې۔وزير مملكت فرخ حبيب وئېلې دي سكروټني كمېټۍ ښكاره ليكلي چې اكبر اېس بابر كوم كوټلے ثبوت نه دے وركړے٬اكبر اېس بابر د مريم صفدر په ايزي لوډ چلېږي٬وړومبۍ مريم او او نن احسن اقبال راغلے٬ ده ووئېل مونږ غواړو چې هغوي راښكاره شي٬(ن)ليګ دې د خپل ګونډ اكاؤنټس رېكارډ راوړي٬ ده ووئېل (ن)ليګ په امريكا او برتانيه كښې ګونډ د لمېټډ كمپنۍ په توګه ولې رجسټرډ كړے
(ن)ليګ دې خپلو خفيه اكاؤنټس د 64 كروړه حساب وركړي٬په پاكستان كښې به يوازې اولسي حكومت چلېږي٬د اېن آر او ګنجائش نشته۔د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب د الېكشن كميشن نه بهر مېډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار