بخارسټ 10 جنوري (اے پي پي) د فېډرېشن آف پاكستان چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري او د رومانيه د چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري ترمېنځه د مرستې لوظنامه وشوه. په دې لړ كښې د ګل په ورځ د رومانيه د اقتصادي چارو په وزارت كښې دستوره وشوه چې پكښې په لوظنامه لاسليك وكړے شو. د دستورې په مهال خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي او د رومانيه د اقتصادي چارو وزير فلورين سياتارو هم موجود وو. په رومانيه كښې د پاكستان سفير ډاكټر ظفر اقبال د تفاهم يادښت لاسليك كړو. دواړو هېوادونو دا لوظنامه د دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي اړيكو وده لپاره مهم ګرځولې.
مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری