اسلام آباد 16 اپريل (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) وياندې مرېم اورنګزيب پنجاب اسمبلۍ كښې د آئيني منصب د غنډه ګردۍ غندنه كولو سره وئيلي دي نن په پنجاب اسمبلۍ كښې چې څه شوي هغه د تاريخ بدترين مثال دے ، نن توره ورځ ده، د تيرو درې نيمو كلونو په مهال ميډيا هم بنديزونو سره مخ وه ، پارليمنټ لاجز او پارليمنټ هاؤس په ګيټ لمبر ون دننه ميډيا کارنر درې نيم كاله بند ؤ ، پارليمنټ لاجز كښې هم ميډيا ته اجازه نه وه ، د قامي اسمبلۍ سپيکر دې ميډيا کارنر پرانستلو احکامات جاري کړي۔د خالي په ورځ قامي اسمبلۍ كښې خپل بحث كښې دې ووئيل پنجاب اسمبلۍ كښې چې نن څه شوي ، د تاريخ بدترين مثال دے ، پارليمنټ هاؤس دننه ګيټ لمبر ون دننه د ميډيا کارنر درې نيم كاله بند ؤ ،دغسې پارليمنټ لاجز کښې هم ميډيا ته اجازه نه وه۔دې ووئيل د تيرو درې نيمو كلونو په مهال پاكستان كښې د ميډيا، پارليمان او سياسي مخالفينو خوله بنده كړې شوې ، ميډيا هم د بنديزونو سره مخ وه۔دې د قامي اسمبلۍ سپيکر ته اپيل وكړو چې د ميډيا کارنر پرانستلو سپارښتنه وكړي۔ دې ووئيل پارلمان ته خواست كوو چې په ګيټ لمبر ون موجود ميډيا کارنر او پارليمنټ لاجز د ميډيا لپاره په سمدستي توګه پرانستلې شي
پنجاب اسمبلۍ كښې چې څه شوې د تاريخ بدترين مثال دے ، سپيکر دې په پارليمنټ هاؤس کښې دننه د ميډيا کارنر پرانستلو احکامات جاري کړي، د مسلم ليګ (ن) ويانده مرېم اورنګزيب
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے بہترین ٹکٹ