اسلام آباد 22 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې چين اسلامي نړۍ سره اړيكو ته پراختيا وركول غواړي. د نهې په ورځ د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل د 48مې غونډې په اړه په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې انشاالله د او آئي سي غونډه به كاميابه وي. د پاكستان حاسدان د او آئي سي كانفرنس كامياب ليدل نه غواړي. شاه محمود قريشي ووئيل چې هند اوس هم د او آئي سي كانفرنس ناكامه كولو لپاره شپه ورځ هڅې كوي. د الله تعالٰی مرسته مونږ سره ده، انشاالله د او آئي سي كانفرنس به كامياب وي. هند اندېښنه لري چې پاكستان به په دې كانفرنس كښې د كشمير مسئله پورته كوي. ده ووئيل چې مونږ ته په دې كانفرنس كښې د اسلامي امت پام د كشمير خرابېدونكي صورتحال په پلو راګرځول دي. بلاول بهټو د او آئي سي د كانفرنس د اېجنډې علم نه لري. د كشمير مسئلې ته به چې كوم اهميت په دې كانفرنس كښې وركولې شي، هغه به د تېر وخت نه مختلف وي. شاه محمود قريشي ووئيل چې په تاريخ كښې به په وړومبي ځل د چين خارجه وزير د او آئي سي په كانفرنس كښې ګډون وكړي او كانفرنس به به خطاب كوي. ده ووئيل چې چين اسلامي نړۍ سره اړيكو ته پراختيا وركول غواړي.
چين اسلامي نړۍ سره اړيكو ته پراختيا وركول غواړي. خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی حکمت عملی