اسلام آباد 15مارچ (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي حكومت په سختو پريكړو كولو معيشت د پرمختګ په لاره روان كړے٬د قامي اسمبلۍ غړي دې په خپلو سيمو كښې اولسي رابطې او كاركنان متحرك كړي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ غړو سره په ملاقاتونو كښې وكړې۔وزيراعظم سره په ملاقات كوونكو كښې د قامي اسمبلۍ غړي لال چند، شنیلا روتھ، جے پرکاش ، جمشید تھامس، چوھدری محمد عدنان، اعجاز خان جازی، صاحبزادہ صبغت اللہ، محبوب شاہ، محمد بشیر خان، جنید اکبر، صالح محمد، مجاهد علی، ملک انور تاج، ناصر خان موسیٰ زئی، شھریار آفریدی، ملک فخر زمان خان، خرم شھزاد، روبینه جمیل، راحت امان اللہ بھټی، ملک کرامت علی، رائے محمد مرتضیٰ اقبال، ظهور حسین قریشی اور وزیر سیفران صاحبزادہ محبوب سلطان شامل وو۔په دې مهال قامي اسمبلۍ غړو په وزيراعظم د باور څرګندونه وكړه۔په ملاقاتونو كښې په اړوندو سيمو كښې په پرمختيائي پروژو په پېشرفت او په سياسي چارو غور وشو
حكومت په سختو پريكړو كولو معيشت د پرمختګ په لاره روان كړے٬د قامي اسمبلۍ غړي دې په خپلو سيمو كښې اولسي رابطې او كاركنان متحرك كړي۔وزيراعظم عمران خان د قامي اسمبلۍ غړو سره په ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں