اسلام آباد۔10اپرېل(اے پی پی) قومي اسمبلۍ د وزيراعظم عمران خان په ضد تحريك عدم اعتماد منظور كړو۔ د تحريك په حق كښې 174 رايې وكارولې شوې۔ د ووټنګ عمل بشپړ كېدو نه وروستو د پېنل آف چيئرمېن غړي سردار اياز صادق اعلان وكړو چې د تحريك عدم اعتماد په حق كښې 174 وكارولې شو او دغسې دا تحريك منظور كړې شو