اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ملكه الزبته دوئم په مړينه د برتانيې وزيراعظم الزبته ټرس ته د غمرازۍ خط ليكلے چې پكښې د ملكه الزبته دوئم په مرګ د برتانيې خپل همڅنګ او د هغه كورنۍ سره د غم او د افسوس څرګندونه شوې۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيرعظم په خط كښې ليكلې دي په حيثيت د ملكه٬په برتانيه تر ډېرې مودې حكمرانۍ سره سره ملكه الزبته په دې ټوله موده كښې د برتانيې او په ټوله نړۍ كښې په مثبت بدلونونو كښې كليدي كردار ادا كړے ٬ملكه الزبته د دولت مشتركه لپاره خلوص او د هغې په غوړه نګرانۍ كښې دا تنظيم د نړۍ تر ټولو لوي د آزادو هېوادونو تنظيم جوړ شوے۔وزيراعظم ووئيل تر ډېرې مودې د اولس د ګټې تحفظ لپاره په خذمات د ملكه الزبته شخصيت او د هغې موجودګي د يونائيټډ كنګډم او د نړۍ ټولو خلقو لپاره هغه د اتحاد ٬ اخوت او طاقت نشانه ؤه ٬د برتانيې او دولت مشتركه قيادت په توګه د پاكستان اولس د ملكه الزبته لپاره تل د احترام او عزت جذبات لرلي۔وزيراعظم ووئيل په لسيزو محيط حكومت كښې د پاكستان اولس او د ملكه الزبته ترمينځه د عزت او احترام رشته لا زياته شوې۔وزيراعظم ووئيل په دې سخت وخت كښې زما پشمول د ټول پاكستانې قام ټولې همدردۍ د برتانيې شاهي كورنۍ٬د برتانيې حكومت او اولس سره دي
وزيراعظم شهباز شريف د ملكه الزبته په مرګ د برتانيې وزيراعظم ته د غمرازۍ خط
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشگوئی