اسلام آباد 09 اګست(اے پی پی) د پختونخوا م??ی عوامی ګوند مشر محمود خان اچک??ئی وئيلي دي د پارلمان شريكه غونډه دې رابللې شي او د ترهه ګرۍ پھ ضد دې ??امې لائحه جوړه كړې شي ٬ کوئټه كښی ترهه ګري د جمهوریت‘ اولس ٬ وفاق او د سيمې په ضد سازش دے٬ وزیراعظم دې دا د ټېسټ كېس په توګه واخلي او په فرنټ ??ټ دې د هيواد دښمنه عناصرو پھ ضد کارروائی وكړي۔د نهې پھ ورځ قامی اسمبلۍ غونډه كښې د کوئټې ترهه ګرۍ په پېښه بحث كښې محمود خان اچک??ئی په پېښه د غم دړد څرګندونه كولو سره ووئيل د امریکې غوندې ??يواد كښې چې داسې پېښې رامخې ته شي نو دا په ټوله امريكا بريد ګڼلې شي ، په سمدستي توګه پلټنې پېل كوي او بريد كونكې په ګوته كولې شي ۔ ده ووئيل کوئټه يو وړوكې ښار دے چرته چې په هر ځائې كښې د امنيتي ادارو اهلکار موجود دي۔ ده ووئيل كه مونږ له دا جنګ ګټل وي نو د هيواد دښمنه عناصرو په ضد به کارروائی کول وي۔ ده ووئيل د هيواد ټول سیاسی ګوندونه دې د حکومت د سپاهی په توګه خپل کردار ترسره كړي ۔ ده ووئيل كه پاكستان تر ټولو اول وي نو د پارلمان شريكه غونډه دې رابللې شي او قامې تګلاره دې جوړه كړې شي ،دا ډول كاروائي د جمهوریت‘ اولس ٬ وفاق او د سيمې په ضد سازش دے٬ ده ووئېل وزیراعظم دې دا ټېسټ كېس وګرځوي او په فرنټ ??ټ دې د هيوادې دښمنه عناصرو پھ ضد کارروائی وكړي۔ ده ووئيل د پارلمان پلاوې دې غمرازۍ لپاره كوئټې ته ولېږلې شي
د پارلمان شريكه غونډه دې رابللې شي ٬ د ترهه ګرۍ پھ ضد دې قامې لائحه جوړه كړې شي
مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری