اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي)د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې شيري رحمان وئېلي دي په خېبرپښتونخوا كښې د بلين ټري سونامي پروژې په اړه د كرپشن ګيلې راوړاندې شوي په كومو چې تحقيقات پېل كړے شوي٬هېواد كښې د موسمياتي بدلون مخ نيوي لپاره د جامع حكمت عملۍ ضرورت دے۔د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د نصيبه چنا د پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزيرې ووئيل مونږ ټول په هېواد كښې د ماحوليات تحفظ غواړو٬هېواد ماحولياتي ايمرجنسي سره مخ دے ٬په هېواد كښې ګرين هاؤس ګيسز په سبب په آلودګۍ او تودوخه زياتېږي۔دې ووئيل د ماحولياتي كونسل غونډې به ډېرې زر راوبللې شي٬د ماحولياتي مسئلو حل لپاره د ټولو صوبو استازو پشمول د كونسل د جوړولو ضرورت دے۔
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی