اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز وئېلي دي پاكستان د كشمير مسئلې ??ه اړه په خپل دريځ ولاړ دے او د كشميري اولس د جائز هلو ځلو مرسته به روانه ساتي٬جمو او كشمير د پاكستان او هند ترمينځه بنيادي شخړه ده٬سوئېلي آسيا كښې پائيدار امن له د دې هواري ته اړټيا ده۔ده دا خبرې د آل پارټيز حريت كنفرنس پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د شورو په ورځ ده سره ليدلې وو۔سرتاج عزيز ووئيل د مقبوضه كشمير وګړي د هندي ??واكونو پھ ضد د خپلو جائزو هلو ځلو لپاره په مړانه جنګ كوي٬د هغوي ځانګړو قربانو ته پاكستان پېرزوينې وړاندې كوي۔خارجه صلاحكار د دې عزم پخلې وكړو چې حكومت به د كشميريانو سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي٬پاكستان په خپل پخواني اصولي موقف ولاړ دے??ده ووئيل نړيوالې ورورورلۍ د كشميريانو حق خود اراديت لپاره هلې ځلې د ترهه ګرۍ سره سمولو له هندۍ هڅه رد كړی۔كشميري پلاوي خارجه صلاحكار سرتاج عزيز په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د صورتحال نه خبر كړو او د هندي ??واكونو د اړخه پھ كشميريانو روان ظلم يې د خپل تحفظاتو څرګندونه وكړه۔پلاوي د هندي ??واكونو د اړخه ??ه اېل او سي د پرله پسې ډزو په نتيجه كښې د كشميريانو په نښه كولو غندنه وكړه۔سرتاج عزيز پلاوي له باور وركړو چې پاكستان به په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خراب صورتحال په نړيواله كچه رامخې ته كولو له هلې ځلې روانې ساتي۔
پاكستان د كشمير مسئلې په اړه په خپل دريځ ولاړ دے او د كشميري اولس د جائزو هلو ځلو مرسته به روانه ساتي
مضمون کا ماخذ : پاور بال جیتنے کے طریقے