كراچې10اګست (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئيلي ديپه كراچې كښې د وفاقي حكومت پروژو زر ترسره كولو تهحكومت پام لرنه كوي ، وګړو ته دې د پاكو او ډېرو اوبو وركړه باوري كړې شي. ده دا خبرې د نهې په ورځ د كراچې ټرانسفارمېشن پلان په اړه د روانو بېلا بېلو پرمختيائي پروژو د پرمختګ جاج اخستنې غونډې مشري كولو په مهال په خپله وېنا كښې وكړې. په غونډه كښې د سندھ ګورنر عمران اسماعيل، د منصوبه بندې او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر، د رېلوے وفاقي وزير اعظم سواتي، د بحري چارو وفاقي وزير سيد علي زېدي، د دفاعي پېداوار وفاقي وزيرې زبېده جلال او اعلٰی چارواكو ګډون وكړو. وزيراعظم ته د كراچې د درېو لويو نالو ﴿محمود آباد، ګجر او رونګي﴾ ، ملير او لياري د دريابونو او نالو په خوا كښې د سړك جوړولو، د سېورېچ نظام او يوټېليټيز په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو. د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ووئيل د نالو سروے ترسره كړې شوې او د تجاوزاتو لرې كولو كار په بشپړه توګه روان دے. وزيراعظم ته ووئيل شولد محمود آباد په ناله پرمختګ 100 فيصده او د اورنګي په ناله 98 فيصد دے، د ګجر نالې څخه د تجاوزارتو لرې كولو په كار هم 89 فيصده كار شوے. وزيراعظم ته ووئيل شول پاتې نور سول وركس به تر جون كال 2022م ترسره شي. وزيراعظم ته د ګرين لائن او اورنج لائن بي آر پروژې په پېشرفت هم بريفنګ وركړے شو. ګرين لائن به سږ كال د اكتوبر په مياشت كښې فعاله شي او د كال 2021م د ستمبر مياشتې تر نيمائي به د چين څخه 80 بسونه راورسي. وزيراعظم ته د كراچې وګړو لپاره د اوبو په پروژې كے فور په اړه د واپډا چيئرمېن لخوا بريفنګ وركړے شو. وزيراعظم ته ووئيل شول د پروژې حتمي ډيزان به تر اكتوبر كال 2021م ترسره كړے شي.. پروژه به اكتوبر كال 2023م كښې ترسره شي. وزيراعظم ته په دې موقع د كراچې د نورو پرمختيائي پروژو په اړه هم بريفنګ وركړے شو. وزيراعظم ووئيل په كراچې كښې وفاقي حكومت پروژې زر ترسره كولوته پام لرنه كوي، وګړو ته دې د پاكو او ډېرو اوبو وركړه باوري كړې شي. د منصوبه بندې او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر ووئيل په دې وخت د وزيراعظم ټوله پام د كراچې ښار ته دے ځكه چې دا ښار د هېواد د معاشي مركز كېدو په سبب خاص اهميت لري.
په كراچې كښې د وفاقي حكومت پروژو زر ترسره كولوته حكومت پام لرنه كوي، وګړو ته دې د پاكو او ډېرو اوبو وركړه باوري كړې شي. د وزيراعظم عمران خان د كراچې ټرانسفارمېشن پلان په اړه د روانو بېلا بېلو پرمختيائي پروژو د پرمختګ جاج اخستنې غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : رومن دولت