رياض 21 مئي (اے پي پي) وز??راعظم محمد نواز شريف د اتوار په و??ځ چې كله د امريكې عرب اسلامي هېوادونو په وړومبي كنفرنس كښې ګډون كولو لپاره باچا عبدالعزيز سنټر ته ورسېدو نو د سعودي باچا او خادم الحرمېن الشريفېن سلمان بن عبدالعزيز د ده تود هركلې وكړو۔ وز??راعظم محمد نواز شريف د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزيز السعود په بلنه په غونډه كښې ګډون كوي۔ د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزيز او وړومبې مېرمن بېګم كلثوم نواز هم وز??راعظم سره په دوره كښې شامل دي۔ كنفرنس ته په خپله وېنا كښې به وز??راعظم محمد نواز شريف د اسلام د ام??٬ زغم او د اتحاد پېغام په ډاګه كوي۔ كنفرنس ته په خپله وېنا كښې به وز??راعظم په منطقه كښې د ترهګرې او د انتهاخوښې لعنت ته ماتې وركولو لپاره د پاكستان په لويو قربانيو او د دې په نتيجو رڼا اچوي۔ وز??راعظم به د خپلې دورې په مهال د ترهګرې په ضد د نړيوال مركز د پرانستې په دستوره كښې ګډون هم كوي۔ په دې دستوره كښې به يو شمېر نړيوال مشران ګډون كوي۔ د سعودي باچا په دې كنفرنس كښې د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ نه علاوه د 55 هېوادونو او حكومتونو مشرانو ته د ګډون كولو بلنه وركړې ده۔ دې كنفرنس سره به نړيوالو مشرانو ته د ترهګرې او انتهاخوښې خاتمې لپاره په بېلا بېلو طريقو د غور كولو موقع په لاس ورشي۔ هيله ده چې دې كنفرنس سره به ترهګري كوم خاص ??ذهب٬ كلتور٬ تهذيب يا سيمې سره د تړلو رجحان ختم كړے شي۔
د وزيراعظم محمد نواز شريف باچا عبدالعزيز كنفرنس سنټر ته په رسېدو باچا سلمان بن عبدالعزيز تود هركلې وكړو
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار