اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي د شورو په ورځ د ډنمارك خارجه وزير جېپي سباسچين كوفوډ سره په ټېليفون خب??ې وكړې۔ دواړو خارجه وزيرانو د مقبوضه كشمير په خراب صورتحال خب??ې وكړې او په دې لړ كښې ئې په مشوره او روابطو روانو ساتلو اتفاق وكړو۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير شاه محمود قريشي د ډنمارك خارجه وزير په مقبوضه كشمير كښې د هندوستان د يو اړخيزه اقداماتو نه خب?? كړو۔ ده ووئيل چې هندوستان د اګست د 5مې نېټې نه په مقبوضه كشمير كښې د كرفيو د لارې محاصره كړې٬ په مقبوضه منطقه كښې ورځ تر بله د بشري حقونو څخه سرغړونې مخ په زياتېدو دي?? د ??ندوستان يو اړخيزه اقدامات د نړيوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو د امنيتي كو??سل د قراردادونو مكمل خلاف ورزي ده?? د ??لګرو ملتونو د امنيتي كو??سل عمومي سېكتر او امنيتي كو??سل د دې صورتحال نوټس اخيستې۔ ده ووئل چې د 9 لكو نه زيات هندي عسكر په مقبوضه جمو او كشمير كښې موجود دي۔ د پرله پسې كرفيو له امله خوراك او داروګان نشته٬ مونږ تل مذاكراتو لپاره تيار وو او اوس هم تيار يو۔ د ډنمارك خارجه وزير ووئيل چې هغه په دې ټول صورتحال نظر ساتلې۔ ده د مذاكراتو د لارې د ټولو مسئلو د حل كولو په ضرورت زور راوړو۔ د اروپائي اېتلاف د اعلٰي استازي او د ملګرو ملتونو د امنيتي كو??سل د عمومي سېكتر بيانونه هم زمونږ په نظر كښې دي۔ ډنمارك په دې ټول صورتحال اندېښنه لري خو مونږ به ووايو چې منطقه د تاؤ تريخوالي نه بچ كولو لپاره دې د خب??و لار خپله كړې شي۔ دواړو خارجه وزيرانو د مقبوضه كشمير په خراب صورتحال خب??ې وكړې او په دې لړ كښې ئې په مشوره او روابطو روانو ساتلو اتفاق وكړو
د خارجه وزير شاه محمود قريشي د ډنمارك خارجه وزير جېپي سباسچين كوفوډ سره په ټېليفون خبرې
مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری