لاهور۔3جو??ائی(اے پی پی) د مذهبي چارو او د مذهبونو ترمينځھ د همغږۍ وفاقي وزير پیر نور ??لحق قادری وئيلي دي چې د انسانيت تعظيم ، د مذهبونو ترمينځھ همغږۍ ته ود?? وركول او غېر مسلمو ته آئين كښې د وركړې شويو حقونو ممكنه رسنه د پاكستان په اولنو ترجيحاتو كښې شامل ده۔ د وزیر اعظم عمران خان د ويژن په رڼا كښې هېواد كښې د مذهبي سېلګرۍ ودې سره اړوندې چارې پام كښې نيولو سره د هندو او سكھ مذهب پخوانۍ عبادتخانې به بحالولې شي او دا ځكه چې د هېواد په پرمختګ او سوكالۍ كښې د اقليتونو هم دومره كردار دے څومره چې د مسلمانانو غړو دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د خالي پ?? ورځ 29 كاله پسې د سمادھي سر ګنګام رام بحالۍ او پرانستې دستورې ته خطاب ??و ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل هند كښې د بابري مسجد پېښې په رد عمل كښې پاكستاني اولس سمادھی سر ګنګا رم ته نقصان رسولے وو۔ د متروکه وقف املاک بورډ چارواكو د سر ګنګا رام سمادھی رنګ رغون او بحالۍ له د ستائنې وړ خذمت كړے دے۔ وفاقي وزير ووئيل نبی علېه السلام چې مېرمنو او غېر مسلمو ته كومه حقون?? وركړي دي د نړۍ بل كوم مذهب كښې د هغې مثال نشته۔ هغه ووئيل راتلونكو ورځو كښې به د ګوردواره چوا صاحب په شمول نور ??اريخي مقامات هم بحالولې شي۔ دستوره كښې د متروكه وقف املاك بورډ چيئرمېن ډاكټر عامر ا??مد ٬ ایډیشنل سېکرټری شیرائنز م??مد عمران ګوندل، ډپټی سېکرټری اېډمن رشنا فواد، ډپټی سېکرټری جنرل سید فراز عباس، کنټرولر آف اکاﺅنټس عدیل ا??مد او د مهتمم ګورودوارہ شری ډیرہ سید اظهر په شمول نور مهم شخصيات موجود وو۔
د هندو او سكھ مذهب عبادتخانې به بحالولې شي۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير
مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔