اسلام آباد 15 اپرېل(اے پی پی)د خزانې٬محصولات٬صنعت او پېداوار وفاقي وزير محمد حماد اظهر وئېلي دي وزيراعظم عمران خان د پېټروليم بيعه 1.79 روپۍ او د ډيزل بيعه 2.32 روپۍ د ليټر په سر د كمولو منظوري وركړې ۔د زيارت په ورځ په خپل ټوېټر جاري پېغام كښې ده وئېلي دي د نوې بيعې اطلاق به د(نن)جمعې ورځې څخه وي۔ده ووئيل دغه ډول د كيروسين او لائيټ ډيزل بيعه هم كمه شوې۔د خزانې وزير ووئيل د اپرېل په مياشت كښې هم حكومت د پیټرول بيعه 1.55 روپۍ او د ډيزل بيعه 3 روپۍ كمه كړې وه او د زيارت په ورځ د پیټرول بيعه كښې د كمي اعلان د دغې تسلسل دے۔محمد حماد اظهر ټوېټ سره د خزانې وزارت اعلاميه هم جاري كړې چې پكښې وئېلي شوي حكومت د روژې مباركې مياشت په موقع اولس ته د رېليف وركولو لپاره د پیټروليم مصنوعات بيعه د كمولو اعلان كړے ۔د نوټيفيكېشن له مخې د پېټرول بيعه 1.79 ٬ هائي سپيډ ډيزل 2.32 روپۍ٬د خاورو تېل 2.06 او لائيټ ډيزل 2.21 روپۍ د ليټر په سر كمه كړې ۔په بيعه كښې د كمي نه پس د پیټروليم نوې بيعه به 108.56 روپۍ٬د هائي سپيډ ډيزل 110.76 روپۍ٬د كيروسين آئل 80 روپۍ او د لائيټ ډيزل بيعه به 77.65 روپۍ وي۔د نوې بيعې اطلاق به د نن جمعې ورځې 16 اپرېل څخه كېږي
وزيراعظم عمران خان د پېټروليم بيعه 1.79 روپۍ او د ډيزل بيعه 2.32 روپۍ د كمولو منظوري وركړه۔ د خزانې وفاقي وزير حماد اظهر ټوېټ
مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب