اسلام آباد۔11دسمبر (اے پی پی) د اسلامي مرستې تنظيم د خوراك تحفظ ادارې ترسېوري لاندې د ګل ورځ د آئي او اېف اېس ډے په توګه لمانځلې شي٬ په دې لړ كښې به د او آئي سي اعلی چارواكي ٬ سفارت كار او د اړوندو همكارانو استازي په قزاخستان كښې كېدونكې دستوره كښې ګدون كوي۔ په دې موقعه به د كال 2022 په مهال د خوراك ساتنې په لړ كښې د اسلامي مرستې تنظيم د ترلاسه كړې كاميابو او د خوراك تحفظ زياتولو كښې د دې د مرستې په اړه پرېزنټېشن وركولے شي۔ په دستوره كښې به د اړوندو نړيوالو تنظيمونو استازي هم خطاب كوي او د او آئی سی عمومي سېكتر حسېن براهيم طحه لخوا به د تنظيم د اقتصادي چارو اسسټنټ عمومي سېكتر ډاكټر احمد كيويسه سېنګينډو د خپلو خيالاتو څرګندونه كوي۔ د آئی او اېف اېس ډائرېکټر جنرل یرلان بېډولېټ او د اسلامي مرستې تنظيم (او آئی سی) د يونين آف نيوز ايجنسيز لنډ مهال ډي جي محمد بن عابد ربو اليامي سره سره كرانس مونټانا او د فورم مؤسس او صدر جين پال كارټېرون هم دستورې ته خطاب كوي۔ دا دستوره به په سوشل ميډيا نېغ په نېغه ښودلې شي۔ په دستوره كښې به افريقا لپاره د آئي او اېف اېس د روان كال مهمو نتيجو په اړه هم بريفنګ وركولې شي۔ د همكارانو مننه كولو سره سره به دوئي معارفي كولې هم شي كومو چې د افريقې غړو هېوادونو ګټو لپاره په بېلو ځايونو او موقعو آئي او اېف اېس سره په ګډه ستړې كړې دي او د هغه هېوادونو فهرست به هم وړاندې كولې شي كومو چې دې څخه ګټه پورته كړې ده۔ كال 2022 د آئي او اېف اېس د لارې “د افريقا كال”په توګه ټاكلې شوې دې۔ تنظيم ټول كال افريقائي حكومتونو او اړوندو وګړو/ پرمختيائي همكارانو سره د افريقې د كركيلې په څانګه كښې كار كړے او دې بېلو سيمو كښې خپلې ستړې پېل كولو سره غړو هېوادونو كښې د دې د ستراتيجيكي فرېم ورك دننه دا موقعه په غوره ډول ترسره كړې۔ د آئي او اېف اېس دريځ دې چې په افريقا كښې د خوراك حفاظت ممكن دے۔ د آئی او اېف اېس له مخې د كال 2014 څخه وروستو په افريقا كښې د لوږې ځپليو وګړو شمېره كښې د 47.9 ملین اضافه شوې ده او دا شمېره اوس د 250.3 ملین آبادۍ نزدې پنځمه برخه ده۔ د تنظيم وېنا ده چې كركيله د افريقې براعظم لپاره د بشپړه اقتصادي پرمختګ او د ملازمتونو موقعو او د روغتيا آسانيو رامخې ته كولو تر ټولو لويه وسيله ده٬ د نړۍ كومې سيمې هم د كركيلې برخې مضبوطولو نه غېر خپل معيشت نه دې جوړ كړې۔ د آئي او اېف اېس دريځ دے چې د او آئی سی د غړو هېوادونو لخوا سخت ضرورتمند اقريقي اولس سره د يووالي څرګندونې او د براعظم د تاريخ په دې زيات سخت او نازك دور كښې د دوئي د خوراك حفاظت او د كركيلې پرمختګ ته به پام ګرځول وي۔(mwa/mwa/1748)
د اسلامي مرستې تنظيم د خوراك تحفظ ادارې لاندې د ګل ورځ د آئي او اېف اېس ډے په توګه لمانځلې شي
مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha